دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعا چې هند پر افغان خاوره برید کړی بې بنسټه وبلله.
طالبانو پر افغان خاوره د هند د برید خبرونه بې بنسټه وبلل
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعا چې هند پر افغان خاوره برید کړی بې بنسټه وبلله.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د شنبې په ورځ (د غوايي ۲۰ مه) د پاکستان دا ادعا رد کړه چې هند د افغانستان په خاوره توغندیز برید کړی دی.

طالبانو ویلي چې دا ډول ادعا سمه نه ده او د هند له خوا د افغانستان په خاوره کې هیڅ برید نه دی شوی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د پوځ ویاند نن سهار وویل چې هند د افغانستان په خاوره کې د توغندیو او ډرون بریدونو ترسره کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د افغانستان خلک خپل دښمن ښه پیژني او پوهیږي چې کوم هیواد څو ځله د دوی پوځي زیربنا ویجاړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcc0iqss2bq4s8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته