۰

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شوي

پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۷
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شوي دي.
کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې سره په تېرو درېیو ورځو کې ۱۶۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

یاد وزارت ‏د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت له حوالې لیکلي، چې دغه کسان له یوې ورځې څخه نیولې تر ۲ ورځو پورې په زندانونو کې پاتې شوي؛ خو د دغه کسانو د جرم په اړه یې څه نه دي ویلي.

پاکستان تر ډېره هغه افغانان تر نیول کېدو وروسته د یوې او دوه ورځو لپاره په بندخونو کې ساتي، چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت وي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي