د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان اقتصادي فورم د شپاړسمې غونډې په څنډه کې د موردوویا له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتنه کې ملا برادر ویلي، د کازان اقتصادي فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برښنا او نورو برخو کې د همکاریو د پیل لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.
هغه زیاته کړې چې افغانستان د وچو او تازه مېوو، غاليو، ګران بیه ډبرو او نورو معدني توکو د لوړ کیفیت تولیدات لري او چمتو دی چې دغه توکي موردوویا ته صادر کړي.
د اقتصادي مرستیالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ملا برادر په حواله لیکل شوي چې اسلامي امارت غواړي د کورنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره له موردوویا د برښنایي وسایلو، ساختماني توکو، صنعتي ماشینونو، نفتو توکو، طبیعي ګازو، خامو المونیمو، د رېل واګنونو او ټرانسپورټي وسایلو واردات پیل کړي.
هغه د موردوویا له پانګوالو غوښتي چې افغانستان کې د صنعت، کانونو او کرنې په برخو کې پانګونې وکړي.
د موردوویا ولسمشر ویلي، هېواد یې د طب، کرنې، انرژۍ او دوا جوړولو په برخو کې ښه پرمختګونه کړي او چمتو دی له افغانستان سره په دغو برخو کې ګډې همکارۍ وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې غواړي خپل صادرات د موردوویا–قزاقستان–ازبیکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
دغه کتنه کې د موردوویا پانګوالو هم په افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس