۰

نړۍوال بانک کابل کې خپل دفتر پرانیست

سی شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۱۳
د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت او نړۍوال بانک ترمنځ له پرله‌پسې مذاکراتو وروسته، په کابل کې د دغه بانک دفتر بېرته پرانیستل شو.
نړۍوال بانک کابل کې خپل دفتر پرانیست
د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت او نړۍوال بانک ترمنځ له پرله‌پسې مذاکراتو وروسته، په کابل کې د دغه بانک دفتر بېرته پرانیستل شو.

نړۍوال بانک اعلان کړی، چې افغان شرکتونو ته د خپلو پورونو د ورکړې بهیر پيلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  نړۍوال بانک د افغانستان له لوژستیکي او ودانیزو شرکتونو ۵۰ مېلیونه ډالره پوروړی دی. دا پیسې به شرکتونو ته په درې پړاوونو کې ورکړل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې هکله وايي:«نړۍوال بانک د افغانستان د لوژیستکي او رغنیزو شرکتونو د تثبیت شوو ارقامو له مخې، شاوخوا ۵۰ مېلیونه ډالره پوروړی دی، چې اوس به نړۍوال بانک دغه پورونه په څلورو پړاوونو کې، اړونده شرکتونو ته سپاري.»

د نړۍوال بانک له لوري د پورونو د ورکړې د بهیر پیلېدل د پراختیایي پروژو د بیا پیل، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېدای شي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلونونو وروسته، د نړۍوال بانک په ګډون ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې خپلې مالي چارې او پراختیایي پروژې وځنډولې.

په وروستیو میاشتو کې، د مالیې وزارت او د نړۍوال بانک د استازو ترمنځ د مشورو په پیلېدو سره، د اقتصادي اړیکو د بیا احیا کېدو او د پورونو د ورکړې د دوام هیلې راټولکېدلي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي