۰

په فراه ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د اوبو رسولو پروژه پیل شوه

شنبی ۱۱ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۴۱
د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د دې ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو نویو پروژو د پیل اعلان وکړ.
په فراه ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د اوبو رسولو پروژه پیل شوه
د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د دې ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دوو نویو پروژو د پیل اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د مشر محمد نسیم سرهنګ په وینا، دا پروژې د باجوک او کلات علم خان په کلیو کې پیل شوې دي او ټاکل شوې ده چې په سیمه کې ۸۵۲ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو خدمات وړاندې کړي.

 هغه زیاته کړه: "د دې پروژو ټول لګښت ۱۵ میلیونه ۲۴۹ زره افغانۍ دی او د اوبو ذخیره کولو ظرفیت یې ۷۰ زره متر مکعب ته رسیږي." هغه دا هم وویل چې په دې پروژو کې به له ۲۱ زره ۷۰۰ مترو څخه ډیر پایپونه وغځول شي او د لمریزې بریښنا سیسټم هم پکې شامل دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو دا شبکې به په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړې شي.

د اناردرې ولسوالۍ اوسیدونکي له کلونو راهیسې د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، او د طبیعي سرچینو لکه چینو او کاریزونو له کمیدو سره، پاکو اوبو ته لاسرسی د دوی لپاره یوه جدي ننګونه ګرځیدلې ده.

د دې پروژو په بشپړیدو سره به د دې سیمو ځینې اساسي اړتیاوې پوره شي او د دې ولسوالۍ د اوسیدونکو په روغتیا او هوساینې کې به د پام وړ پرمختګ راشي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي