د افغان ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ وايي چې افغانستان د ملیونونو اتباعو، په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو، او قومي او مذهبي لږکیو د آزادۍ، انساني وقار او د اساسي حقونو خاموشه هدیره ګرځیدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د راپور له مخې، د افغان ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ نن شنبې (د زمري ۱۸ مه) د اګست د ۱۵مې نیټې، د جمهوري نظام د سقوط د أڅلورمې کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې هیواد د آزادۍ، انساني وقار او د ملیونونو اتباعو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، او قومي او مذهبي لږکیو د اساسي حقونو خاموشه هدیره ګرځیدلی دی.
د غورځنګ په اعلامیه کې راغلي چې د زده کړې، کارموندنې، او سیاسي او ټولنیز ګډون له حق څخه د ښځو محرومول د نړیوالو اسنادو ښکاره سرغړونه ده، په شمول د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (۱۹۴۸)، د ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW)، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق (ICCPR)، او د ښځو، سولې او امنیت په اړه د امنیت شورا ۱۳۲۵ پریکړه لیک.
غورځنګ د بیان د آزادۍ سیستماتیک ځپل، د مدني ټولنې د فعالینو توقیف او شکنجه کول، د لږکیو په وړاندې تبعیض، او د شریعت په نوم د افراطي او تبعیضي قوانینو پلي کول د روم د قانون (نړیوالې جنایي محکمې - ICC) لاندې د انسانیت په وړاندې د جرمونو روښانه مثالونه بللي دي.
د غورځنګ غړو ټینګار کړی چې د دې وضعیت په وړاندې د نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو چوپتیا او بې اقدامي نه یوازې د نسل وژنې او انسانیت په وړاندې د جرمونو د مخنیوي لپاره د ساتنې مسؤلیت (R2P) اصل لاندې د دولتونو د قانوني مکلفیتونو سرغړونه ده، بلکې د دې ادارو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
جمهورخبري آژانس