۰

بغلان: په ترافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۴۴
بغلان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې په پلفي کوتل کې په یوه خونړۍ ترافیکي پیښه کې ۱۶ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
بغلان: په ترافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
بغلان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې په پلفي کوتل کې په یوه خونړۍ ترافیکي پیښه کې ۱۶ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جلګې ولسوالۍ کې د طالبانو د پولیسو مشر شیخ محمد یاسین البدر نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه اعلان وکړ چې پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ځانګړی ډول موټر د فرنګ ولسوالۍ څخه پلخمري ښار ته روان و او د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او بریک د خرابوالي له امله د پلفي کوتل په شمالي برخه کې وغورځید.

د هغه په ​​وینا، د پیښې په پایله کې د موټر نهه تنه مسافر، چې دوه ښځې او اووه نارینه پکې شامل وو، مړه او اووه نور ټپیان شول، چې څلور ماشومان او درې نارینه پکې شامل وو.

د طالبانو پولیس ځواکونه د پیښې وروسته سیمې ته ورسیدل او د امبولانسونو په مرسته یې د قربانیانو جسدونه او ټپیان د نهرین ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړل.

د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي