۰

د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۵۸
په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د خپل هیواد اړیکې یې دوستانه وبللې.
د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل
په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د خپل هیواد اړیکې یې دوستانه وبللې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن، چهارشنبې (د وږي ۱۹ مه) په یوه بیان کې وویل چې وزیر مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو له سفیر عیسی سالم الظهري سره د خدای پاماني لیدنه وکړه.

متقي د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د متحده عربي اماراتو د سفیر د کار ستاینه یې وکړه.

د متحده عربي اماراتو سفیر د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې به په ډیرو برخو کې پراخې شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي