امریکا یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي، چې په خپله خاوره کې شته طالب مشران یا ونیسي او یا یې هم له خپل هېواده وشړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی او له پاکستانه یې د طالبانو پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سېنډرز وايي پاکستان دې د طالب مشرانو پر وړاندې اقدامات وکړي، دوی دې ونیسي او یا دې له خپلې خاورې وشړي.
د سېنډرز په وینا طالبان د پاکستان له خاورې په افغانستان کې جګړه او عملیات کوي، چې پاکستان یې باید د دغه کار مخنیوی وکړي.
په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند د کابل وروستي برید ته په اشارې ویلي، چې دغه ډول بریدونه به د دې سبب شي، چې له افغان حکومت سره د امریکا ملاتړ نور هم زیات شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې له افغان پوځ او افغان حکومت سره د امریکا د مرستو او همکاریو په دوام هم ټینګار کړی دی.
جمهور خبري آژانس:کابل