افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هېچا ته به د دې نظام پر وړاندې د درېدو اجازه ورنکړي، بلکې نظام به د قانون پر حاکمیت، عدالت او تدبیر پیاوړی کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د سلواغې ۱۱ مه په ارګ کې د بلخ ولایت له یو شمېر استازو، قومي مخور، مدني فعالانو، ځوانانو او ښځو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي په خپلو خبرو کې وویل«هېچا ته به د دې نظام پر وړاندې د درېدو اجازه ورنه کړو او د ټولنیز عدالت، د قانون حاکمیت او پوره تدبیر سره به په ګډه د دې نظام د پیاوړتیا لپاره کار کوو.»
سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د یاد ولایت نه راغلیو قومي مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو د حکومت له بنسټیزو اقتصادي پروژو قدردانی او ملاتړ وکړ.
دوی ویلي، چې د حکومت کارونه ورته د قناعت وړ دي او له دې وروسته به هم پر خپل ټول وس او توان د حکومت ملاتړ کوي.
خبرپاڼه وايي، دغه کسانو د ولسمشر غني تر قیادت لاندې د افغانستان بهرنی سیاست په تیره بیا د پاکستان پر وړاندې بې مخینې بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل