۰

امریکا د ۲۰۲۰ کال تر پایه افغان پوځ ته ۱۵۹ چورلکې او الوتکې ورکوي

سی شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۲
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امریکا به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پای پورې افغان هوايي ځواک ته ۱۵۹ بېلابېل ډوله الوتکې او چورلکې ورکړي.
امریکا د ۲۰۲۰ کال تر پایه افغان پوځ ته ۱۵۹ چورلکې او الوتکې ورکوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امریکا به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پای پورې افغان هوايي ځواک ته ۱۵۹ بېلابېل ډوله الوتکې او چورلکې ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري آزادۍ راډیو ته ویلي، چې د هېواد هوايي ځواکونه د پرمختګ او پياوړتيا په حال کې دي او اوسمهال يو شمېر بې پيلوټه الوتکې لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملي دفاع وزارت د څلور کلن پلان پر بنسټ، هوايي ځواک د نورو پوځي برخو په څېر پراخېږي او ټاکل شوې د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پای پورې ۱۵۹ بېلابېل ډوله الوتکې او چورلکې ورکړي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د افغان هوايي ځواک شمېر به تر راتلونکو درېيو کلونو پورې درې برابره شي، د دغو ځواکونو د کمزورتيا ټکي به له منځه يوړل شي او د هوايي ځواکونو هغه برخې به هم رامنځته شي چې تر اوسه پورې نه دي جوړې شوې.

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، هوايي ځواکونه د مسلکي کادر له اړخه هېڅ ډول ستونزه نه لري، ځکه اوسمهال له ٥٠٠ زيات پيلوټان په امريکا، چک او متحده عربي اماراتو کې پر تحصيل کولو بوخت دي.

ده و ویل، چې هوايي ځواک هره ورځ په متوسط ډول له ٥٠ تر ٢٠٠ پورې ټرانسپورټي او حمايوي الوتنې ترسره کوي او دغه راز له ٣٠ تر ٥٠ هوايي بريدونه هم کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي