په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د واشنګټن پر نوې پوځي تګلاره نیوکه کړې او هغه یې نیمګړې بللې ده.
د جمهورآژانس د خبر له مخې مانتیتسکي له تاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په دې تګلاره کې د داعش د افغانستان له څانګې پېښ ګواښونه او نشه يي توکي په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي دي.
په ورته وخت کې د روسیې سفیر دا هم ویلي، چې کابل او لوېدیز هېوادونه له پرله پسې غوښتونو سره سره د هغو چورلکو په اړه معلومات نه ورکوي چې د ده په وینا د افغانستان شمال ته وسله وال لېږدوي.
دی وايي، خپله دا اندېښنه یې په وار وار کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما په ګډون له بېلابېلو خواو سره شریکه کړې ده، خو مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.
مانتیتسکي زیاتوي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پراختیا باید د دغه هېواد له حاکمیت او د سیمې د هېوادونو له ګټو څخه د سرغړونو لامل نه شي.
په ورته وخت کې د روسیې سفیر له افغانستان سره د ملي امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کې همکاریو ته د مسکو د چمتووالي خبره کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل