۰
ولسمشرغني:

غواړم په ۲۴ میاشتو کې ټول افغان کډوال هېواد ته راستانه شي

شنبی ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره جدي کار روان دی او غواړي په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې ټول افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شي.
غواړم په ۲۴ میاشتو کې ټول افغان کډوال هېواد ته راستانه شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره جدي کار روان دی او غواړي په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې ټول افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شي.

د جمهور
ښاغلي غني زیاته کړه«نن ارګ د تحمل او پر ملي مسایلو د بحث ځای دی، موږ په رڼو ټاکنو باور لرو، له ټول ولس او سیاسي قشر نه مو هیله ده، چې په دې برخه کې لاس راکړي او راتلونکې ټاکنې وڅاري او دا څار دې سر له نن څخه پیل کړي، ځکه نور د غیر قانوني او د ملي ګټو خلاف کړنې نه موږ ته د منلو دي او نه هم ولس ته.»
خبري آژانس
د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن شنبې (د سلواغې ۲۸) په ارګ کې له افغانستان د شوروي پوځونو د ماتې او وتلو د ۲۹ کلیزې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، د افغانستان د خلکو جهاد او د روسانو ماتې د ټولې اسلامي نړۍ له پاره ستر ویاړ او لاس ته راوړنه وبلله.

نوموړي و ویل، چې د دښمن او د هغه د ملاتړو دا توقع نه وه، چې افغان جهاد به بریالی شي خو په وینا یې د افغانستان د خلکو یووالي او پر اسلام پخه عقیده هغه څه و، چې روس یې مات او دړې وړې کړ.

ده و ویل، چې د افغان جهاد بریا نه یوازې په افغانستان بلکې په ټولې اسلامي نړۍ پورې اړوند دی او هېڅ ملت د افغان ولس په اندازه د اسلام په لار کې قرباني نه ده ورکړې، نو بنآ هېڅوک دې افغانو ته په دې برخه کې درس نه ورکوي.

ولسمشر غني و ویل، چې نن هم افغان حکومت او ولس دا زغم او حوصله لري، چې له ستونزو ځان راوباسي
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټول بیا له وړو او ګوندي ګټو تېر او ملي ګټې په پام کې ونیسي او په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات له پاره سره یو موټی او په دې برخه کې خپله ټوله انرژي وکاروي.
خو ټینګار یې دغه و، چې د ستونزو د پای ته رسېدو له پاره ملي یووالي او د ملي ګټو په پام کې نیول اړین دي.

ښاغلي غني زیاته کړه«نن ارګ د تحمل او پر ملي مسایلو د بحث ځای دی، موږ په رڼو ټاکنو باور لرو، له ټول ولس او سیاسي قشر نه مو هیله ده، چې په دې برخه کې لاس راکړي او راتلونکې ټاکنې وڅاري او دا څار دې سر له نن څخه پیل کړي، ځکه نور د غیر قانوني او د ملي ګټو خلاف کړنې نه موږ ته د منلو دي او نه هم ولس ته.»

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټول بیا له وړو او ګوندي ګټو تېر او ملي ګټې په پام کې ونیسي او په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات له پاره سره
افغان ولسمشر په خپلو سیاسي مخالفینو غږ وکړ، چې که له ټاکنو پرته کومه بله لارې د افغانستان د روانو ستونزو د پای له پاره ویني نو مهربانې دې وکړي وړاندې یې دې کړي، خو که بله لار نه وي، نو عنعنوي کړنې نه شي کولای، چې د افغانستان څلوېښت کلونو او سل کلنو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
یو موټی او په دې برخه کې خپله ټوله انرژي وکاروي.

افغان ولسمشر په خپلو سیاسي مخالفینو غږ وکړ، چې که له ټاکنو پرته کومه بله لارې د افغانستان د روانو ستونزو د پای له پاره ویني نو مهربانې دې وکړي وړاندې یې دې کړي، خو که بله لار نه وي، نو عنعنوي کړنې نه شي کولای، چې د افغانستان څلوېښت کلونو او سل کلنو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي غني و ویل، چې په تولو ملي او سیاسي مسایلو کې له ټولو لور سره مشوره او سلا کوي، انحصار ګرای نشته اما په پای کې باید یوه پرېکړه وکړای شي.

ده و ویل، چې په تېر کې تېروتنې دا وې، چې وخت ته په ولاړ نظر کتل کېدل په داسې حال کې چې وخت تېرېدونکی و، اما نن اړتیا ده، چې باید پرېکړې وشي.

ښاغلي غني له وسله والو مخالفینو سره د سولې په اړه یوازې دومره و ویل، چې افغان حکومت به د سولې په تړاو خپله
ښاغلي غني و ویل، چې په تولو ملي او سیاسي مسایلو کې له ټولو لور سره مشوره او سلا کوي، انحصار ګرای نشته اما په پای کې باید یوه پرېکړه وکړای شي.
اساسي حل لارې د کابل په کنفرانس کې ولس او نړیوالو ته وړاندې کړي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا له افغان کډوالو یادونه وکړه او هغه یې د افغانستان یوه اساسي ستونزه و بلله، چې په وینا یې دغه لړۍ ته نور باید د پای ټکی کېښودل شي.

افغان ولسمشر و ویل، چې د کډوالو د بېرته راستنېدو له پاره حکومت جدي هڅې پیل کړې او غواړي په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې ټول افغان کډوال له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي