۰

دفاع وزارت د روسیې او پاکستان وروستۍ څرګندونې رد کړې

چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۸
د افغانستان ملي دفاع وزارت د روسيې او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې دي، داعش په افغانستان کې مخ پر پراخېدو دی او افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ ناټو یې پر وړاندې هغسې ګامونه نه پورته کوي، چې اړتیا یې ده.
دفاع وزارت د روسیې او پاکستان وروستۍ څرګندونې رد کړې
د افغانستان ملي دفاع وزارت د روسيې او پاکستان  بهرنیو چارو وزیرانو هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې دي، داعش په افغانستان کې مخ پر پراخېدو دی او افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ ناټو یې پر وړاندې هغسې ګامونه نه پورته کوي، چې اړتیا یې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري وايي، داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او لا یې هم پر وړاندې جدي عملیات روان دي.

نوموړي و ویل، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې داعش ډله ډېر کمزورې شوې او اوس په افغانستان کې مرکزونه نه لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي، چې داعش دا مهال یوازې د ننګرهار د شینوارو ولسوالیو په غرو او د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې ځینې واړه ګروپونه لري، چې هغه به هم وځپل شي.

ښاغلي وزیري ټینګار وکړ، چې داعش په افغانستان کې مرکزونه نه لري او نه به هم څوک هغوی ته د فعالیت د پراخېدو اجازه ورکړي.

وړمه ورځ د ننګرهار والي ګلاب منګل هم په کابل کې د یوې خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې داعش په افغانستان په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې سخت ځپل شوی او نور دغه ډله کوم لوی ګواښ نه دی.

نوموړي ویلي و، چې د ننګرهار ګڼې سیمې له داعش څخه پاکې شوې او یوازې په ځينو سیمو کې چې ډېورنډ کرښې ته نېږدې دي، د داعش فعالیتونه شته.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرینو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سره مسکو کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د داعش حضور بېخي مني نه، او داسې ښيي، چې ګڼې داعش په دې هېواد کې نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم د لاروف اندیښنې او څرګندونې تاييد کړې او ویلي یې دي، چې  امریکا او افغانستان بېخې دا نه مني چې په دغه ملک کې د داعش فعالیتونه او حضور زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي