۰
ملګري ملتونه:

طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي

شنبی ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۴
ملګرو ملتونو د دغه سازمان د امنیت په شورا کې د سولې په اړه د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې هرکلی کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.
طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي
ملګرو ملتونو د دغه سازمان د امنیت په شورا کې د سولې په اړه د افغان حکومت له وړاندې شوې طرحې هرکلی کړی او پر طالبانو یې غږ کړی، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازي تدامیچي یماموتو وړمه ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته په وینا کې و ویل، چې د افغان ولسمشر غني له وړاندیز وروسته اوس دا په طالبانو پورې اړه لري چې د خپل وړاندیز سره رامخ ته شي او د افغان ولس د ستونزو د ختمیدو لپاره د افغان دولت سره نيغ په نيغه خبرې اترې پيل کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې سوله کېدل او مخالفينو سره تماسونه پخې ارادې، حوصلې او تر ټولو مهم ملي يووالي ته اړتيا لري.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازي تدامیچي یماموتو و ویل، چې د افغانستان سياسي مشرانو ته تر شخصي ايجنډاو ملي ګټو ته اولیت ورکول پکار دي.

یماموتو د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزه او پارلماني ټاکنو په تر سره کېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه ټاکنې باید په خپل وخت وشي.

په ورته وخت کې نوموړي په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې د مخ په زياتيدونکې ولسي مرګ ژوبلې اندیښنه څرگنده کړه.

باید و ویل شي، چې په دغه غونډه کې د افغانستان استازي محمود صیقل د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه وغوښتل، چې پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي