د خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیو ايف پي وايي، په افغانستان کې د لوږې کچه په بې سارې ډول لوړه شوې او میلیونه انسانان له قحطۍ سره مخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان د افتر اجرائیوي مدیر ډیویډ بېزلي نن دوشنبې د وري ۱۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۳ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه، له دغه ۱۳ میلیونه کسانو ۸ میلیونه یې په داسې حال کې دي، چې ان نه شي کولی په ورځڼي ډول خپل ځانونه وچلوي.
د خوړو نړیوال سازمان (WFP) دفتر اجراییوي مدیر ډیوید بېزلي وايي، پاتې پنځه میلیونه نور بیا غذايي مصوونیت نه لري.
هغه په افغانستان کې د لوږې د کچې پر لوړېدا اندېښنه وښوده خو ټینګار یې وکړ، چې د دغه وضعیت د کنټرول له پاره دغه موضوع د خوراک نړیوال سازمان تر چارواکو پورې رسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل