۰

د ۳ ځانمرګو په ګډون ۷۱ وسله وال وژل شوي دي

چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دریو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۷۱ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د ۳ ځانمرګو په ګډون ۷۱ وسله وال وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دریو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۷۱ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند برید جنرال محمد رادمنش نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه خبریالانو ته و ویل، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او دغه راز ۱۱ تعرضي عملیات روان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه عملیات په کونړ، لغمان، کاپیسا، لوګر، پکتیا، خوست، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، هرات او بلخ ولایتونو کې تر سره شوي دي.

رادمنش و ویل، چې د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوه ځاي قوماندان او درې ځانمرګو په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي او دغه راز د قندوز په اقتاش ولسوالۍ کې د دریو سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند و ویل، چې ۱۱ داعشیان د ننګرهار د سلیمانخیل تنګي سیمه او شیرزاد او پچیراګام ولسوالیو او ۱۱ نور وسله وال بیا د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د هلمند په نادعلي او ګرشک کې ۷ وسله وال، په کونړ کې یو داعشي قوماندان، د پکتیا په ځاځي اریوب کې یو وسله وال او د هرات په کوهستان ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې پر وسله والو ۱۱ ځلې هوايي بریدونه هم شوي دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي