۰

المان وايي افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی باید وژغورل شي

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي ویلي افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او باید د ژغورلو لپاره یې هڅه وشي.
المان وايي افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی باید وژغورل شي
د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي ویلي افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او باید د ژغورلو لپاره یې هڅه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي د پاکستان د پارلمان له مشر سردار ایاز صادق سره په کتنه کې دا خبرې کړې دي.

دواړو لورو په دې کتنه کې په سیمه کې د روانو حالاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

 المان په افغانستان او پاکستان کې روان وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره خطرناک بللی او ویې یې دي، چې دغه دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قربانیان دي او باید وژغورل شي.

د پاکستان د پارلمان مشر ویلي، چې دوی پخپل څنګ کې یو با ثباته افغانستان غواړي او په خبره یې سوله ییز او با ثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.

سردار ایاز ویلي تر خپلې وسې یې کوښښ کړی چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او هلته روانې جګړې پای ته ورسول شي.

د المان ځانګړي استازي ویلي هېواد یې هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شي او دواړه هېوادونه له یو بل سره همکارۍ ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي