ولسمشر محمد اشرف غني د دیني عالمانو په ضمني وړاندیز د ۷ ورځو له پاره له افغان وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د افغانستان ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی، چې د اوربند په ورځو کې د افغان طالبانو پر وړاندې خپل ټول تهاجمهي عملیات ودروي.
د ولسمشر په بیان کې راغلي، چې کابو ۳ زره دیني عالمانو چې د هېواد له ګوت ګوت څخه د روانۍ اونۍ د دوشنبې په ورځ کابل کې راغونډ شوي وو، په یوې متفقې فتوار سره په افغانستان کې روانه جګړه، ځانمرګي بریدونه او چاودنې ناروا وبلل.
ښاغلي غني و ویل چې افغان دولت نه یوازې دا چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ملاتړ کوي، بلکې د هېواد د علماوو په غونډه کې د اوربند له ضمني وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.
ولسمشر په خپله وینا کې زیاته کړه« په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانوخپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو په ضد به عملیات ادامه ولري.»
ښاغلي ولسمشر زیاته کړې، چې په راتلونکې اونۍ کې به په یوه لویه غونډه کې د اوربند جزئیات شریک شي.
په ورته وخت ولسمشر ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی دی، چې د خلکو د امنیت، د هېواد د دفاع او د دښمن د ځپلو له پاره د وسله والو د هر ډول برید پر وړاندې پوره چمتوالی ونیسي.
ولسمشر په پای کې یو ځل بیا د هېواد له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړه له تله مننه کړې، چې په سختو شرایطو کې د هېواد، ولس او خاورې څخه په مېړانه دفاع کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل