۰
د سولې عالي شورا:

نېږدې راتلونکې کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د سولې عالي شورا وایي، په نېږدې راتلونکي کې به د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او د امريکا متحدو ايالتونو د استازو ترمنځ د سولې مذاکرې رسماً پيل شي.
نېږدې راتلونکې کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي
د سولې عالي شورا وایي، په نېږدې راتلونکي کې به د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او د امريکا متحدو ايالتونو د استازو ترمنځ د سولې مذاکرې رسماً پيل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا مرستیال مولوي عبدالخبير اوچقون آزادۍ رادیو په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل له پاره ځینې نښې نښانې لیدل کېږي.

نوموړي زیاته کړې«ټولې نښې نښانې دا څرګندوي چې د يوه لوى بدلون په درشل کې يو، قوي احتمال شته چې په نږدې راتلونکي کې مذاکرې پيل شي چې د طالبانو، افغان حکومت او د امريکا د استازو ترمنځ دغه درې اړخيزې مذاکرې به په افغانستان او سيمه کې د سولې او دايمي ثبات د ټينګښت سبب شي.»

دی وايي، له جګړې د طالب وسله والو ستړتیا، پر پاکستان د امریکا فشارونه، د افغان سولې په اړه ملي او سیمه ییزه اجماع او دغه راز په افغان سوله کې د امریکا لېوالتیا هغه عوامل دی، چې د سولې هیلې یې زیاتې کړې دي.

بل خوا د افغان حکومت سرچینې هم وایي، چې د سولې له پاره د پخوا په پرتله ډېر فرصتونه رامنځ ته شوي، او کېدای شي ډېر ژر د سولې خبرې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ولز د تېرې چهارشنبې په ورځ ويلي وو، چې له طالبانو سره د سولې پروسې د همکارۍ لپاره د امريکا له خوا يوه کاري ډله جوړه شوې ده.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ډېر ژر به په یوه نامعلوم ځای کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي