بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د یوه موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن له غرمې مخکې د شهربزرګ ولسوالۍ په "برلاس" کلي کې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې درې تنه نارينه او يو ماشوم وژل شوي او ټپيان د ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته وړل شوي دي.
په ننګرهار ولايت کې نن په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن مړ او يو بل ټپي شو.
جمهور خبري آژانس