۰

برېښنا شرکت: ټول پورونه مو خلاص کړل

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۷
د افغانستان برښنا شرکت وایي، په تېر یو کال کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید کورنیو شرکتونو ته د برېښنا پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي.
برېښنا شرکت: ټول پورونه مو خلاص کړل
د افغانستان برښنا شرکت وایي، په تېر یو کال کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید کورنیو شرکتونو ته د برېښنا پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي.

د یاد شرکت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه په یوه خبري غونډه کې ویلي اوزبیکستان ته ۸۶٫۹ میلیونه ډالره، تاجیکستان ته ۶۶٫۱ میلیونه، ترکمنستان ته ۳۶٫۸ میلیونه، ایران  ته ۳۷٫۷ میلیونه امریکايي ډالره پورونه ورکړل شوي دي.

د برېښنا شرکت مسوولینو همداراز ویلي چې د وارداتي برېښنا پورونو ترڅنګ د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲٫۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷٫۲ میلیونه امریکايي ډالره د برېښنا پیسې ورکړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، په تېر یوه کال کې، د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا ۱۰۴ تړونونه لاسلیک شوي او د یو میلیارد ۱۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵٫۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ ساختماني پروژې پلي شوي دي.

د برښنا شرکت مسوولینو زیاته کړې، چې د ضایعاتو د کمښت او عوایدو د کچې لوړوالي په موخه د برېښنا بېلونو سیستم کې ۴۸۰۰ پایې مېټرونه ثبت او ۴۱۵۶۱ پایې انالوګ مېټرونه ډیجیټل ته تبدیل شوي.

یاد شرکت د دې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د سولري او بادي برېښنا د پروژو د تطبیق او نیمه‌بشپړېدو خبره هم کړې او دا یې د یاد شرکت لاسته‌راوړنې بللې دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي