۰

د افغانستان او سعودي تر منځ هم هوايي دهلیز پرانستل شو

چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۲
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ هوايي دهلېز پرانستل شو.
د افغانستان او سعودي تر منځ هم هوايي دهلیز پرانستل شو
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ هوايي دهلېز پرانستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دهلیز د افغان چارواکو او په کابل کې د سعودی د لوی سفیر له خوا پرون سه شنبې د چنګاښ ۵ مه په رسمي ډول پرانستل شو.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ویاند صام الدین پسرلی وايي، د دغه هوايي دهلیز په پرانستلو سره له افغانستانه په زاعفرانو بار یوه الوتکه د سعودي عربستان په طرف والوتله.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې افغانستان له هند، قزاقستان او ترکیې سره هوايي دهلېزونه پرانیستي، چې له افغانستان وچه او تازه مېوه او ځینې طبي بوټي یادو هېوادونو ته صادرېږي.

ټاکل شوې، چې افغانستان په نېږدې راتلونکې کې د ځینو نورو هېوادونو او اروپا سره هم هوايي دهلېزونه پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي