۰

د امریکا سترې محکمې د کډوالو په اړه د ټرمپ فرمان تایید کړ

چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه امر تأیید کړ، چې امریکا ته د څو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي.
د امریکا سترې محکمې د کډوالو په اړه د ټرمپ فرمان تایید کړ
د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه امر تأیید کړ، چې امریکا ته د څو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا سترې محکمې دغه پرېکړه پرون سې شنبې د چنګاښ ۵ مه کړې او دا یې د ټرمپ ادارې د پالیسۍ په اړه لومړۍ پرېکړه ده، چې کوي یې.

د ټرمپ په پرېکړه کې تر ډېره هغه هېوادونه شمال دي، چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي.

 په دې هېوادونو کې ایران، لیبیا، سومالیا، سوریه او یمن شامل دي.

د امریکا د سترې محکمې رئیس جان رابرټس په‎ دې اړه د اکثریت نظر د لیکلو پر مهال ویلي، چې ولسمشر د سفر او کډوالۍ د تنظیم په برخه کې د پام وړ واک لري.

نوموړي هغه انتقادونه هم رد کړل چې ګوندې دا بندیز د مسلمانانو ضد اساس لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ابتدايي محکمو د څو هېوادونو څخه امریکا ته د وګړو پر سفر د ولسمشر ټرمپ دا بندیز د امریکا د اساسي قانون سره په مخالفت کې بللی و.

خو له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر ټرمپ د سترې محکمې دا پریکړه، د امریکا د خلکو او اساسي قانون لپاره ستر بریالیتوب بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي