د چاپېریال ساتنې اداره وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو ګواښونو سره مخ دی او په دې برخه کې مبارزه ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اقلیمي بدلون په اړه دوه ورځنۍ مشورتي غونده نن یکشنبې د چنګاښ ۱۷ مه کابل کې جوړه شوې وه او د دغه ادارې چارواکو ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د یادې ادارې مرستیال محمد نعمان حکمت په غونډه کې و ویل، چې د اقلیم بدلون یو نړیوال ګواښ دی، چې افغانستان هم له دې څخه ګوښی نه دی.
نوموړي و ویل، افغانستان ته د اقلمي بدلون زیان او ګواښ ځکه زیات دی، چې د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي کرونده ګر دي، چې د اقلمي بدلون څخه به زیات زیان و ویني.
د هغه په وینا چې افغانستان په دې برخه کې د مبارزې له پاره تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري خو په وینا یې دا ظرفیت نشته، چې دغه پیسې د نړۍ د شنه اقلیمي صندوق څخه تر لاسه کړي.
دی ټینګار کوي که څه هم افغانستان د نړیوال شنه اقلیم صندوق غړیتوب لري، خو د دې ادارې څخه پیسې تر لاسه کول یوې جامعې طرحې ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې دا ظرفیت نشته.
هغه د دې ستر لامل چې ولې افغانستان نه شي کولای دغه پيسې تر لاسه کړي، هېواد کې سیاسي، ګوندي او تخنګي ستونزې یادې کړې.
نوموړي و ویل بل دلیل دا دی، چې د نړیوال شنه صندوق چارواکي په هغه هېوادونو کې لږ پرمختګ یې کړی لکه افغانستان زیاته پاملرنه ورته نه کوي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فایض