سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه موټربم ځانمرګی بریدګر نن دوشنبې د چنګاښ ۱۸ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې نیول شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د یاد خبر پخلی کړی او ویلي یې دي د دغه ځانمرګي موټر بم بریدګر موخه د پولیسو ۵۰۵ بُست زون وو چې هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شو.
ځواک په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:هلمند