۰

سپینې ماڼۍ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې بیا ارزول رد کړل

چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۲
سپینې ماڼۍ هغه راپورونه ناسم و بلل چې ویل کېږي امریکا د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره له سره کتنه کوي او ارزوي یې.
سپینې ماڼۍ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې بیا ارزول رد کړل
سپینې ماڼۍ هغه راپورونه ناسم و بلل چې ویل کېږي امریکا د افغانستان په اړه پر خپله تګلاره له سره کتنه کوي او ارزوي یې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټر د یوه امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی و، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې تګلارې د یو کال په تېرېدو مایوسه شوی او ښايي دغه تګلاره بیا و ارزوي.

خو د امریکا په ملی امنیت شورا کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې اړه خپاره شوې راپورونه ناسم او له حقیقت څخه لرې دي.

دغه سرچینې زیاته کړې، امریکا خپله تګلاره عملي کړه ده، چې په وینا یې بریالی ده، چې پر وسله والو فشارونه او بریدونه ډېر شوي دي.

د امنیت شورا دغه چارواکي ویلي چې په تګلاره کې به تغیرات د اغېزمنتیا لپاره راوستل کېږي خو پر ټوله تګلاره له سره کتنه نه کېږي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

ټاس لیکي، چې سپینه ماڼۍ دغه تګلاره لا تر اوسه ازمویښتي بولي خو هڅه کوي د پیاوړتیا لپاره یې د متحدو هېوادونو ملاتړ او همکاري جذب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي