۰

د امریکا ومنله، چې عراق او سوریه کې ملکي وګړي وژل شوي

شنبی ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۵
د امریکا په مشرۍ ائتلاف ومنله، چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف په هوایي بریدونو په عراق او سوریه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا ومنله، چې عراق او سوریه کې ملکي وګړي وژل شوي
د امریکا په مشرۍ ائتلاف ومنله، چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف په هوایي بریدونو په عراق او سوریه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژآنس د خبرله مخې دغه ائتلاف ویلي، چې داعش پر ضد د دوی الوتکو د ٢٠١۴ کال له اگست د ٢٠١٨ کال تر جون پورې ۲۹ زره او ۸۲۶ حملې په عراق او سوریه کې کړې دي.

دغه ائتلاف په یوه خبرپانه کې زیاته کړې، چې هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې یې ټاکلي اهداف په نښه کړي چې د عملیاتو تاثیر پر ملکي وګړو او زیربناو باندې خورا راکم شوی دی، خو له بده مرغه له دې سره سره بیا هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امریکایانو داسې مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله مني چې د بشري حقونو د نړیوالو ادارو تر سخت فشار لاندې دي.

له دې ډلې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې باید ژر تر ژره د ملکیانو د تلفاتو مخه ونیول شي.

په برېتانیا کې د سوریې د بشري حقونو فعاله ډله وایي، چې په هوايي بریدونو کې له ۶۴۸۸ تر ۹۹۴۷ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي