۰

امریکا پر دوه ترکي وزیرانو بندیز ولګولو

پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
د امریکا متحده ایالاتو د په ترکیه کې د یوه امریکايي پادري د زنداني کولو له امله د دغه هېواد پر دوه وزیرانو بندیز لګولی دی.
امریکا پر دوه ترکي وزیرانو بندیز ولګولو
د امریکا متحده ایالاتو د په ترکیه کې د یوه امریکايي پادري د زنداني کولو له امله د دغه هېواد پر دوه وزیرانو بندیز لګولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د خزانې وزارت دغه بندیز د ترکیې پر عدلیې وزیر عبدالحمید ګل او د کورنیو چارو پر وزیر سلیمان سویلو باندې وضع کړی دی.

امریکا ویلي، چې د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو د پادري اینډریو برنسن په بندي کولو کې رول لوبولی دی نو ځکه امریکا هم پرې بندیزونه ولګول.

د سپینې ماڼۍ ویاند ساراه سینډرز ویلي، دوی داسې هېڅ شواهد نه دي تر لاسه کړي، چې پادرې دې کوم غلط کار کړی وو.

د هغې په وینا امریکا باوري ده، چې دغه پادري اینډریو برنسن د ترکیې حکومت په غیر عادلانه توګه بندي کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دغه اقدام پارونکی بللی او زیاته کړې یې ده، چې ځواب به یې وکړي.

د ترکیې حکومت پادري اینډریو برنسن ۲۱ میاشت وړاندې په دې تور نیولی، چې ګنې د ترکیې په کودتا کې یې مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي