په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو د یوه مجهز روغتون د جوړېدو تړون د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د بې پولې ډکترانو د ادارې له چارواکو تر منځ لاسلیک شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزو ارګانونو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون تېره ورځ د زمري ۱۳ مه د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز او بې پولې ډاکټرانو د چارواکو تر منځ لاسلیک شوی دی.
د معلوماتو پر بنسټ د دې تړون له مخې د بې پولې ډاکټرانو لپاره په کندوز ولایت کې یو مجهز او پرمختللی روغتون جوړيږي.
چارواکي وايي، په دې روغتون ۱۳ میلیونه ډالره لګښت راځي او د اتلسو میاشتو په موده کې به جوړ شي.
باید و ویل شي، چې د بې پولې ډاکټرانو روغتون تر دې وړاندې په کندوز کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوایي برید کې له منځه لاړ.
جمهورخبري آژانس:کابل