۰

افغانستان له ازبکستانه زر ميګاواټه نوره برېښنا واردوي

سی شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۱
د برېښنا ریاست چارواکي وايي، افغان حکومت په پام کې لري، چې له ازبکستان نه ۱۰۰۰میګاواټه نوره برېښنا هم وارده کړي.
افغانستان له ازبکستانه زر ميګاواټه نوره برېښنا واردوي
د برېښنا ریاست چارواکي وايي، افغان حکومت په پام کې لري، چې له ازبکستان نه ۱۰۰۰میګاواټه نوره برېښنا هم وارده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دغه پروژې د پلي کولو له پاره یو ازبکستاني پلاوی کابل ته راغلی او برېښنا شرکت له چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له سرخان څخ تر پلخمري پورې ۵۰۰ کیلواټه مزی دی، چې ۱۰۰۰ میګاه واټه برېښنا افغانستان ته رالېږدوي او په همدې تړاو د افغان او تاجک چارواکو تر منځ خبرې اترې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې سروي او تدارکاتي کارونو څخه وروسته به په عملي توګه د دغه پروژې چارې پیل شي، چې د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر میاشتې پورې به بشپړ شي.

باید و ویل شي، چې له دې سره به له هغه هېواد نه وارده شوې برېښنا ۱۳۰۰ ميګاواټو ته ورسېږي.

افغانستان اوسمهال ۱۶۰۰ ميګاواټه برېښنا لري. ۶۰۰ ميګاواټه خپله توليدوي او پاتې ۱۰۰۰ ميګاواټه يې وارداتي برېښنا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي