د ننګرهار والي حیات الله حیات دغه ولایت کې د پاکستان د قونسګرۍ تړل کېدو ته په اشارې وايي، هچا ته اجازه نه ورکوي، چې د قونسلګرۍ بهر د ترتیب او تنظیم او یا هم نورو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د پاکستان سفارت په ننګرهار ولایت کې د خپلې قونسلګرۍ د تړل کېدو خبر ورکړی او ننګرهار والي یې د دوی په چارو کې په لاس وهنې تورن کړی دی.
د پاکستان سفارت پرون جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ په کارونو کې د والي حیات الله حیات پر مداخلې ژوره خواشیني ښيي او هغه د ویانا د ۱۹۶۳ د کونسلي اړیکو بشپړه سرغړونه ګڼي.
خو د ننګرهار والي حیات الله حیات د پاکستان سفارت دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې د د دیپلوماتیکو ملي او نړیوالو قوانینو له مخې هېڅوک اجازه نه لري، چې د قونسلګرۍ بهر د ترتیب او تنظیم او یا هم نورو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ننګرهار والي وايي، د اصولو او قوانینو له مخې د ټولو قونسلګریو بهر د ویزو اخیستو ترتیب او تنظیم د سیمه ییزو حکومتي مسؤلینو دنده ده.
پاکستان دا اعتراض وروسته له دې وکړ چې د ننګرهار والي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان قونسلګرۍ ته لاړ چې د هغې له لوري افغانانو ته د وېزو ورکولو بهیر و ویني.
والي، چې امنیتي چارواکي او پولیس ورسره ول، د وېزې د ورکړې د شرایطو پر اسانه کېدو خبرې وکړې.
د ننګرهار د والي عطاالله خوږیاڼی وايي، ښاغلي حیات وروسته له دې قونسلګرۍ ته لاړ چې د خلکو له لوري ورته ډېر شکایتونه وشول.
له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې پاکستان ننګرهار کې خپله قونسلګري له دې امله تړلې، چې د ننګرهار والي په دغه ولایت کې د پاکستاني کلدارو په راکړه ورکړه کلک بندیز لګولی دی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار