د افغانستان د ملي امنیت شورا لومړي مرستیال سلیمان کاکړ او د ملي دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ د چارو معین تمیم عاصي خپلې دندې پرېښې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کاکړ او عاصي نن دوشنبې د وږي ۱۲ مه له خپلو دندو لاس په سر شوي او استعفاوې یې کړې دي.
د ملي امنیت شورا لومړي مرستیال سلیمان کاکړ د خپلې استعفا لامل ځینې ستونزې یادې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
خو د ملي دفاع وزارت د ستراتيژۍ او پاليسۍ د چارو معين تميم عاصي بیا ویلي، چې د نوموړي د استعفا لامل دا دی، چې غواړي برېتانیا ته لاړ شي او بېرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې ولسمشر د دغه دوه چارواکو استعفاوې منلې که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم له خپلې دندې استعفا وکړه، چې ولسمشر یې هم استعفا ومنله او پر ځای یې کابل کې افغان سفیر ډاکتر حمدالله مجب د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه وټاکه.
جمهورخبري آژانس:کابل