سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د سرپل د امنیت د ټینګښت په موخه کومانډو ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، ډېر ژر به په دغه ولایت کې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې لاهم د سرپل په ښار کې امنیتي ګواښونه په خپل حال دي او د سرپل ولایت د تیلو څاګان هم تر ستر امنیتي ګواښ لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرپل سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې طالبانو له څو لوریو د سرپل پر ښار بریدونه کړې دي او که چیرته نور ځواکونه ورونه رسیږي دا ښار به سقوط وکړي.
جمهورخبري آژانس:سرپل