۰

المان له افغانستان سره ۲۳۴ میلیونه یورو مرسته کوي

پنجشنبه ۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د مالیې وزارت چارواکي وايي، المان هېواد له افغانستان سره د ۲۳۴ میلیونه یورو مرستو ژمنه کړې، چې سږ کال به یې ورکړي.
المان له افغانستان سره ۲۳۴ میلیونه یورو مرسته کوي
د مالیې وزارت چارواکي وايي، المان هېواد له افغانستان سره د ۲۳۴ میلیونه یورو مرستو ژمنه کړې، چې سږ کال به یې ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د پالیسۍ معینې ناهید سرابي نن پنشنبې د تلې ۵ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې به همدې تړوان پرون د مالیې وزارت او المان استازو غونډه درلوده.

نوموړي زیاته کړه، چې په غونډه کې د افغانستان په پراختیايي او پرمختیايي برخو خبرې وشوې او المان له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

مېرمن سرابي وايي، په همدې غونډه کې د المان له خوا افغانستان ته د ۲۳۴ میلیونه یورو چې ۲۰ میلیارده افغانۍ کېږي د مرستې تړون د مالیې وزارت د سرپرست همایون قیومي او د المان د اقتصادي او پرمختیايي برې د رییس هیننګ پلیټ تر منځ لاسلیک شو.

سرابي و ویل، دغه مرسته په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته ورکول کېږي، چې ۶۲ میلیونه یورو به یې د افغان حکومت د بودیجې له لارې او پاتې نورې به یې د ډونرانو له خوا په مستقیم ډول د دولت د پرمختیايي لومړیتوبونو په برخه کې ولګول شي.

د هغې په وینا دغه مرسته به تر ډېره د روغتیا، د مېرمنو زده کړو، کار موندې، کرنیز پرمختګ او د سیمه ییز اقتصادي بنسټو په برخه کې مصرف شي.

په دغه غونده کې کابل کې د المان سفیر پیتر پروکل و ویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د ښې حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

نوموړي و ویل، چې المان له ۲۰۱۷ څخه افغانستان سره خپلې مرستې روانې کړې او په پام کې لري، چې تر ۲۰۲۰ پورې ۱.۷ میلیارده یورو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ښې حکومتولۍ په برخو کې ولګوي.

د هغه په وینا له افغانستان سره د المان مرستې له دوه لارو یو د بهرنیو چارو وزارت له لارې او بل هم د اقتصاد وزارت او المان د پرمختیايي همکارۍ له لارې افغانستان ته ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي