۰

ننګرهار کې د ښونځیو مخې ته درې چاودنې شوې دي

شنبی ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د دریو ښوونځیو مخې ته پرلپسې چاودنې شوې، چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی.
ننګرهار کې د ښونځیو مخې ته درې چاودنې شوې دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د دریو ښوونځیو مخې ته پرلپسې چاودنې شوې، چې له امله یې یو تن ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه چاودنې نن شنبې د تلې ۷ مه د ۷ او ۸ بجو تر منځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوه چاودنې د سره رود ولسوالۍ اړوند د چهار باغ صفا لېسې او پير ګيلاني ښوونځي مخې ته شوې چې له امله یې د ښوونځي یو ملازم سطحي ټپي شوی دی.

د هغه په وینا بله چاودنه شاوخوا ۸ بجې د جلال اباد ښار اړوند عربانو لېسې ته څېرمه شوې په يوه کثافت دانۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې خو هېڅ ډول زیان نه لري.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواری هم تایید کړې، چې نن سهار د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې او يوازې يو سپين ږيری ملازم په کې ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی، خوړاندې داعش وسله والو د ښوونځیو د بندلو ګواښ کړی وو.

باید و ویل شي، چې څه موده وړاندې هم ننګرهار کې د دریو ښووځیو مخو ته ورته چاودنې رامنځ ته شوې وې، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي