د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د پاکستاني دیني عالمانو ژمنه کړې، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې له پاره هڅې او د خبرو منځګړیتوب به وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا دغه څرګندونې په یوه خبرپاڼه کې وروسته له هغې کړې، چې تېره جمعه د تلې ۶ مه د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته یې د هغه ځای له دیني عالمانو سره د افغان سولې او جګړې د پای ته رسېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا وايي، اسلام آباد ته تللي پلاوی ته پاکستاني دیني عالمانو د مذهبي او سیاسي ګوندونو مشرانو ژمنه ورکړې، چې د افغان سولې له پاره د هڅې تر څنګ به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتوب هم وکړي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د طالبانو معنوي پلار مولانا سمیع الحق هم افغان دیني عالمانو ته ژمنه ورکړې، چې د افغانستان د علماو او سولې عالي شوراګانو سره همکاري کوي.
خبرپاڼه د مولانا سمیع الحق له قوله ویلي، چې دی به د افغانستان د سولې په برخه کې له هېڅ ډول هڅې او همکارۍ څخه درېغه ونه کړي.
د سولې عالي شورا او د افغانستان د علماو شورا د پاکستان د دیني عالمانو څخه د مننې تر څنګ تمه ښودلې، چې د دوی سره د ګډو هڅو په ترڅ کې به افغانستان ته سوله راوګرځي.
جمهورخبري آژانس:کابل