د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د سولې د خبرو له پاره ښه فرضت برابر شوی او وسله وال مخالفین باید له دغه فرضته ښه ګټه واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن دوشنبې د تلې ۱۶ مه یې د وزیرانو شورا غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې افغان حکومت د افغان سولې له پاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر بل هر وخت اوس د سولې د خبرو له پاره ښه فرصت برابر شوی او وسله وال مخالفین نه باید دغه فرصته له لاسه ورکړي، بلکې ښه ګټه باید ترې پورته او د سولې خبرو ته حاضر شي.
ښاغلي عبدالله و ویل«موږ د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له تمرکز او اساسي هڅو ملاتړ کوو، باوري یوو چې دا پروسه د افغانانو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ جدي او په متمرکزه توګه به مخ ته ځي او موږ هیله من یوو چې د سولې د خبرو اترو لپاره له برابر شوي ښه فرصته مقابل لوری هم ښه ګټه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه ناوخته له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تأمین پر لارو چارو خبرې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل