۰
ایزوویستیا ورځپاڼه:

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه راتلونکې اوونۍ جوړه شي

پنجشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
د روسیې ایزویستیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغان سولې په تړواو د مسکو غونډه به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې جوړه شي.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه راتلونکې اوونۍ جوړه شي
د روسیې ایزویستیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغان سولې په تړواو د مسکو غونډه به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، چې یاده غونده به د روانې لړم میاشتې په لسمه نېټه په مسکو کې تر سره شي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس په غونډه کې به د افغان حکومت د چارواکو او طالبانو د استازو په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازي هم ګډون ولري.

ورځپاڼې کښلي، چې وسله والو طالبانو هم په دې ناسته کې د خپل ګډون پخلی کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د مسکو غونده څه موده وړاندې جوړه شي، خو هغه مهال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه تر نامعلومې نېټې پورې وځنډول شول.

خو اوس د دغه غونډې د جوړېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن مسکو ته په سفر تللی وو.

راپورونو کې راغلي و، چې جان بولټن به له روسي چارواکو سره خبرو کې د افغان سولې په اړه هم خبرې وکړي او په دې برخه کې به د همکارۍ او مرستې غوښتنه ترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي