۰
سرچینې:

د ننګرهار د پچیراګام له پاره نومول شوی طالب ولسوال وژل شوی دی

دوشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۳
سیمه ییز سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال محمود د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د پچیراګام له پاره نومول شوی طالب ولسوال وژل شوی دی
سیمه ییز سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال محمود د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځاي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي افغان کمانډو ځواکونو تېره شپه (د لړم ۶ مه) د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال افغان کمانډویان د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي او جګړه رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال محمود او د هغه څو نور ملګري وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

طالبانو هم په یاده سیمه کې د جګړې او خپلو پنځو ملګرو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دغه جګړه کې د دوی درې ملګري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، خو زیاتوي، چې ۱۱ کمانډو سرتېري یې هم وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي