۰

المان یو افغان افسر د شکنجه کولو په تور محاکمه کوي

سی شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۱
د المان پولیسو تاييد کړې، یو افغان افسر چې په زندان کې یې یو وسله وال مخالف شکنجه کړی په المان کې به محاکمه شي.
المان یو افغان افسر د شکنجه کولو په تور محاکمه کوي
د المان پولیسو تاييد کړې، یو افغان افسر چې په زندان کې یې یو وسله وال مخالف شکنجه کړی په المان کې به محاکمه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ۲۶ کلن افغان افسر احمد ظهیر نومېږي او د همدې جرم په تور د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۵ مه نېټه د المان په ایبرزبرګ سیمه کې د الماني پولیسو له خوا نیول شوی دي.

نوموړي تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته د المان یوې محکمې ته حاضر شوی او پر ده تور چې افغانستان کې یې د دندې پر مهال په زندان کې له دریو زندانیانو سره غیري انساني او بې رحمه چلند کړی دی.

په راپور کې ویل شوي احمد ظهیر د دندې پر مهال له دغه زندانیانو د پلټنو مسؤول و او د پلټنو پر مهال یې د یو زنداني وېښتان پرې شکولي او هغه یې په سوکونو وهلی، بل یې پر پلاستیکي پایپ وهلي او بل یې له ځمکې سره وهلی دی.

خو الماني محکمې دا نه دي ویلي، چې دغه افغان افسر څه وخت او د افغانستان په کوم زندان کې دغه عمل تر سره کړی دی، خو د هغه د کور پلټلو امر یې کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي