افغان وسله والو طالبانو هم د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې د بنسټرګر مولانا سمیع الحق پر وژل کېدو غبرګون ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مولانا سمیع الحق وژل د ټول مسلمان امت له پاره یوه ستره ضایعه ده.
طالبانو به دغه اعلامیه کې ویلي، چې دا کار د اسلام دښمنانو کړی او وایي قتلانو ته یې له الله تعالی څخه ستره جزا او رسوايي غواړي.
د طالبانو په اعلامیې کې د غچ اخیستلو کومه خبره نه ده شوې.
باید و ویل شي، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د حقانیه مدرسې د بنسټرګر مولانا سمیع الحق پرون جمعه د لړم ۱۱ مه د پاکستان د اسلام آباد په راولپنډۍ کې په خپل کور کې و وژل شو.
پاکستاني رسنیو د هغه د زوی حمید الحق له قوله ویلي پلار یې اسلام آباد ته یوه اعتراضیه پرلټ ته روان وو، خو د لارو بندېدو له کبله بېرته آسلام آباد ته نېږدې راولپنډۍ کې خپل ته تر ګرځېدو وروسته وژل شوی دی.
نوموړي ویلي، چې د پلار وسله وال ساتونکي او موټر چلوونکی یې بهر ته وتلي خو کله چې بېرته راغلي، ګوري، چې مولاناسمع الحق په خپل کټ کې پر وینو لت پت پروت دی.
د حمیدالحق په وینا پلار یې د برید کوونکي له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوی او د پاکستان حکومت هم تایید کړې، چې مولانا سمیع الحق په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه خبر د تایید تر څنګ ویلي، چې د دې وژنې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه خو پولیسو یې په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي.
مولانا سمیع الحق د پاکستان یو له خورا مهمو مذهبي مشرانو څخه و، چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې له څو لسيزو راهيسې د حقانيه دارالعلوم په نوم يوه مدرسه چلوله.
مولانا سمیع الحق د افغان طالبانو کلک ملاتړ وی، د هغه له حقانیه مدرسې څخه ګڼ طالبان فارغ شوي او په همدې توګه هغه ته د طالبانو د معنوي پلار خطاب کېده.
نوموړي په ۱۹۹۰ مو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د راټوکېدو او د حکومت جوړېدو پر مهال د هغوی مادي او معنوي مرسته کوله.
د ده د مدرسې یو شمېر زده کونکي افغانستان ته تلل چې د طالبانو په لیکو کې وجنګېږي او د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني هم د هغه له شاګردانو څخه وو.
د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته نوموړي په ښکاره د امریکا د یرغل پر ضد شعارونه ورکول، په ډاګه یې د طالبانو د وسله والې مبارزې ملاتړ کوی او د هغو د جګړې د دیني مشروعیت لپاره یې فتواوې ورکولې او طالبان یې خپل بچیان بلل.
جمهورخبري آژانس:کابل