د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې به د دوی یو پلاوی هم ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې داسې راپورونه و، چې ښايي امریکا په دې غونډه کې ګډون ونه کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو ویلي، چې امریکا د مسکو غونډې ته خپل پلاوی لېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مسکو په غونډه کې د ګډون پرېکړه یې له افغان حکومت سره تر سلا مشورو وروسته کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پلاوی به په روسیه کې له خپل سفارته غوره کړي.
د ده په وینا امریکا به له هغو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي چې هڅه کوي افغان کشالې ته له سوله ییزو لارو چارو د حل لاره لټوي.
باید و ویل شي، چې د افغان سولې په اړه د مسکو غونده د راتلونکې جمعې په ورځ جوړېدونکې ده، چې په کې به د امریکا په ګډون د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
په دغه غونډه کې به د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی او دغه راز د وسله والو طالبانو استازي هم ګډون ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل