۰

کابل کې د میلادي نبي پر غونډه د ځانمرګي برید مرګ ژوبله تر ۱۳۰ واوښته

چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۷
د کابل په یوه هوټل کې د دیني عالمانو له خوا د میلادي نبي ص د مبارکې ورځې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د ځانمرګي برید مرګ ژوبله تر ۱۳۰ تنو واوښته.
کابل کې د میلادي نبي پر غونډه د ځانمرګي برید مرګ ژوبله تر ۱۳۰ واوښته
د کابل په یوه هوټل کې د دیني عالمانو له خوا د میلادي نبي ص د مبارکې ورځې په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د ځانمرګي برید مرګ ژوبله تر ۱۳۰ تنو واوښته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون سه شنبې د لړم ۲۹ مه د کابل د هوايي ډګر پر سړک په اورانوس هوټل کې د دیني عالمانو د میلادي نبي ص د ورځې په وینا غونډه جوړه کړې وه، چې ځانمرګی برید په کې وشو.

د کابل پولیس وایي، برید هغه مهال شوی، چې دیني عالمان د میلادي نبي ص په مناسبت د قرانکریم تلاوت ته غوږ و.

د کورنیو چارو وزارت وايي، برید د کابل ښار د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند د هوايي ډګر پر سړک په اورانوس هوټل کې شوې، چې په کې تر ۴۳ پورې کسان وژل شوي او شاخوا ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دغه برید کې د وژل شویو کسانو ۵۰ تنو ته رسېدلی او ۸۳ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې ځینې نایید شوي راپورونه وايي، په دې پېښه کې ۶۵ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری یې دیني عالمان دی، خو تر اوسه یې په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړل شوي.

ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله او نورو چارواکو، د افغانستان د دیني عالمانو شورا د میلاد النبي پر محفل دا برید غندلی او دایې د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.

ولسمشر په همدې خاطر نن چهارشنبې د لړم ۳۰ مه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي