۰

ینس سټولټنبرګ وايي ناټو له افغانستانه نه وځي

دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۱
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر پاتې کېدو د ټینګار تر څنګ وايي، ناټو به له افغانستانه ونه وځي.
ینس سټولټنبرګ وايي ناټو له افغانستانه نه وځي
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر پاتې کېدو د ټینګار تر څنګ وايي، ناټو به له افغانستانه ونه وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ چې نن دوشنبې د لیندۍ ۱۲ مه یې د بلیج پلازمېنه بروکسل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، ناټو ځکه له افغانستانه نه وځي، چې د وتلو بیه او زیان به یې تر هغه څه زیاته وي، چې دغه هېواد کې یې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو له پاره کارکوي.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل«له افغانستان د ناټو د نظامي ځواکونو وتلو بیه به تر هغې ډېره لوړه وي، چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو په پاتې کېدو لګوي، نو ځکه موږ په افغانستان کې د ناټو سازمان په دوام ټینګار کوو.»

د هغه په وینا له افغان ځواکونو ملاتړ او په افغانستان کې د ناټو پاتې کېدل د دې له پاره دي تر څو یو ځل بیا ترهګر په دې هېواد کې پیاوړي نه شي.

نوموړي و ویل له افغانستان د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به د دې سبب شي، چې افغانستان یو ځل بیا د سیمه ییزه او نړیوالو ترهګرو په ځالو بدل شي او دا خطر به ناټو هېڅ کله هم قبول نه کړي.

د هغه په وینا ترهګرې ډلې لکه القاعده او داعش چې په سوریه او عراق کې یې خلافت مات شوی خو په افغانستان کې لا هم شته چې  نړیوالو ځواکونو په وتلو سره به نړیوال امنیت ته په ګواښ بدل شي.

د ناټو سازمان سرمنشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر هم ویلي امریکا په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي خو د وتلو کوم پلان نه لري.

خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي امریکا له وتلو پرته بله لار نه لري او دوی به تر هغه خپلې جګړې ته دوام ورکړي تر څو ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي