۰

د ناټو تر مشرۍ لاندې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر په ډاګه شو

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۶
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د شمېر په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د ناټو تر مشرۍ لاندې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر په ډاګه شو
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د شمېر په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ماموریت له قوماندانۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ټولو شته بهرنیو پوځیانو شمېر ۱۶۹۱۰ تنه دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس په دې شمېر کې ډېری پوځیان د امریکا دي او دوی د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو مسوولیت پر غاړه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې شمېر پوځیانو کې ۸۴۷۵، جرمني ۱۳۰۰، بریتانیا ۱۱۰۰، ګورجستان ۸۷۰، ایټالیا ۸۹۵، رومانیا ۶۹۳، ترکیه ۵۰۱، چک جمهوریت ۳۶۴، پولنډ ۳۱۵ او استرالیا ۳۰۰ سرتېري لري.

دا په داسې حال کې ده، چې بوسنیا هرزوګووینیا هم پرون شنبې د لیندۍ ۲۴ مه اعلان کړی، چې افغانستان ته به ۵۳ پوځیان ولېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي