۰
د چین د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره!

پاکستان به دې ته واداره کړو، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، پاکستان پر طالبانو اغېز لري او چین به له دغه هېواده وغواړي، چې له دې اغېز څخه په ګټنې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.
پاکستان به دې ته واداره کړو، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، پاکستان پر طالبانو اغېز لري او چین به له دغه هېواده وغواړي، چې له دې اغېز څخه په ګټنې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وانګ يي دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۴ مه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې کړي دي.

له ارګ خپره شوې خبرپاڼه وايي وانګ يي چې پرون د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه کې د ګډون او د درې واړه هېوادونو له خوا په ګډه د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو تفاهم لیک د لاسلیک په موخه کابل ته راغلی و، ولسمشر په ارګ کې ورسره وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې دواړو لورو په هر اړخیزه همکاریو، په ځانګړې ډول د افغانستان په سوله، ټاکنو، له ترهګرۍ سره مبارزې، هوايي دهلېزونو، بنسټیزو پرمختګونو، او ځینو نورو مسایلو بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر د چین له بهرنیو چارو وزیر څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو د توافق لیک پر لاسلیک مننه وکړه او ترې ویې غوښتل، چې چین دې د سولې سیمه ییز اجماع په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

ولسمشر چین د افغانستان یو نېک ګاونډۍ او په سیمه کې یو مهم شریکباڼۍ وباله، چې په وینا يې د افغان سولې په برخه کې له هند او امریکا سره همغږی دی.

خبرپاڼه وايي په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي و ویل، چې هېواد یې د افغانستان د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې، بنسټیزو پروژو، سوداګرۍ او د افغانستان په پرمختګ کې خپلو هر ډول همکاریو ته ژمن دی.

هغه د افغانستان او چین تر منځ د هوايي دهلیز پرانسته ګټوره وبلل او د دې برخې د لا پراختیا غوښتونکی شو، تر څو د افغانستان انار او جغلوزه له همدې لارې چین ته ورسېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو خبرو کې ویلي، چې پاکستان پر طالبانو اغېز لري او چین به له دې هېواده وغواړي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې عملي اقدامات تر سره کړي.

د دغه ناستې په پای کې ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغان حکومت د سولې د تړون په برخه کې د چین د هر اړخیزه همکارۍ غوښتونکی دی، تر څو په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات په راتګ سره د چین د سترو پروژو پلي کېدو ته لار هوار او د ژوند سهولتونه زیات او بې کاري له منځه لاړه شي.

باید و ویل شي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني سره تر لیندې وروسته د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډ خبري کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل، چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني او له جګړې لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي