۰

د عدلیې او نشه يي توکو سره د مبارزې وزیران له استیضاح بریالي ووتل

دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۲
ولسي جرګې د عدلیې او نشه يي توکو سره د مبارزې وزیران د استیضاح لپاره دغه جرګې ته ورغوښتي و، خو دواړه ترې بریالي ووتل او پر خپلو څوکیو پاتې شول.
د عدلیې او نشه يي توکو سره د مبارزې وزیران له استیضاح بریالي ووتل
ولسي جرګې د عدلیې او نشه يي توکو سره د مبارزې وزیران د استیضاح لپاره دغه جرګې ته ورغوښتي و، خو دواړه ترې بریالي ووتل او پر خپلو څوکیو پاتې شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نن دوشنبې مرغومي ۳ مې عمومي غونډې ته عبدالصبور انور او مېرمن سلامت عظیمي د بودیجې د کم لګښت له امله استیضاح کړي وو.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجه کمېسیون رییس عظیم محسني ویل، چې عدلیې وزارت ۶۶ سلنه او د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ۶۳ سلنه کلنۍ بودیجه لګولې په داسې حال، چې دواړو وزارتونو باید له ۷۰ سلنه پورته بودجه مصرف کړې وای.

که څه هم دواړو وزیرانو د بودیجې د کم لګښت په اړه د جرګې غړو ته خپل دلایل او هغه ستونزې یادې کړې، چې له امله یې دوی نه دي توانېدلي بودیجه له ټاکلي حد سره سمه ولګوي، خو د ولسي جرګې وکیلانو ورته د باور او نه باور رایو له پاره صندقونه کېښودل.

د ولسي جرګې د نن ورځې نصاب ۱۳۳ استازي و او هر هغه وزیر چې ۱۱۵ رد رایې یووړې هغه به د ولسي جرګې له لوري سلب اعتماد کېږي.

خو په دې رای اچونه کې د عدلیې وزیر ۶۷ باور او ۵۸ رد رایو په تر لاسه کولو سره د ولسي جرګې له نننۍ استیضاح څخه بریالی ووت او پر خپله څوکۍ پاتې شوې.

دغه راز د نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي هم ۶۷ باور او ۶۲ رد رایو په تر لاسه کولو سره وکولای شول، د دغه څوک څوکۍ ټینګه کړي.

باید و ویل شي، چې ولسي جرګې وړمه ورځ د ټولګټو چارو وزیر یما یاري هم د بودیجې د کم لګښت له امله استیضاح کړی وو، خو هغه هم په خپله څوکۍ پاتې شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي