۰

هرات کې یو افغان سرتېري په بهرنیو ځواکونو ډزې کړې

چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۳
هرات ولایت کې یو افغان سرتېري په بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، خو د چارواکو په وینا په برید کې بهرنیو ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
هرات کې یو افغان سرتېري په بهرنیو ځواکونو ډزې کړې
هرات ولایت کې یو افغان سرتېري په بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، خو د چارواکو په وینا په برید کې بهرنیو ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د مرغومي ۱۲ مه د هرات ولایت د سرحدي پولیسو قوماندانۍ په پنځمه لوا کې رامنځ ته شوې ده.

په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نور الله قادري وايي، د سرحدي ځواکونو یوه سرتېري په خپلې وسلې پر ایټالیوي او نورو سرحدي ځواکونو باندې ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې یو افغان سرتېری ټپي شوی او برید کوونکی سرتېری هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

قوماندان قادري وايي، په دغه برید کې ایټالیوي سرتېرو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

خو په یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، دغه سرتېري د ایټالیوي سرتېرو په موټر د راکټ برید کړی او وروسته دی د نورو افغان ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي