۰
منظور پښتین:

پنجاب د پښتنو حقونه نه ورکوي سر له ننه د احمد شاه بابا مبارزه پیل ده

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت له پنجابیانو د پنجابیانو لپاره جوړ شوی او نورو قومونو ته په درنه سترګه نه کتل کېږي.
پنجاب د پښتنو حقونه نه ورکوي سر له ننه د احمد شاه بابا مبارزه پیل ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت له پنجابیانو د پنجابیانو لپاره جوړ شوی او نورو قومونو ته په درنه سترګه نه کتل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پښتین چې نن یکشنبې د مرغومي ۲۳ مه یې په ټانک سیمه کې یوې سترې غونډې ته وینا کوله د پاکستان حکومت تورن کړ، چې د پښتنو او نورو مېشتو قومونو حقونه نه ورکوي، او ټول کارونه دې د پنجاب لپاره دي.

نوموړي و ویل، چې د پښتونو د حقونو لپاره یې ډېرې جلسې او غونډې وکړې او د پاکستان له حکومته یې په وار وار وغوښتل، چې د پښتونو او نورو قومونو حقونه ورکړي، خو د پاکستان حکومت ځان ګوڼ اچولی.

ښاغلي پښتین ټینګار وکړ، چې پاکستان باید په خلاصو غوږو واوري چې پښتانه نور خپل حقونه غواړي او ټولو پښتنو ته به له نورو سره مساوي حقونه ورکول کېږي او که داسې ونه شي نو د خپلې مبارزې شیوه به بدله کړي.

هغه و ویل« د پاکستان حکومت په جلسو حقوق نه راکوي او له دې وروسته د احمد شاه بابا لاره خپلول په کار دي او دا مبارزه به سر له همدې نن ورځې پیلېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز د نقیب مسید وژل کېدو ته په اشارې وویل، چې دا د مسید د وینې ګټلو لپاره جوړه شوې جلسه ده خو باید د هغو زرګونو پښتنو د برخلیک پوښتنه هم وکړو چې په تېر کې د پاکستاني حکومت لخوا د ترهګرۍ په تور ورک شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي